د امریکا او استرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

0
47

د امریکا او استرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د استرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

 

(2021 / 8 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د استرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. بلینکن په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې امریکا او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي او ددې غوښتونکي دي چې د مېرمنو حقونو ته درناوی وشي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن ویلي دوی به د اړمنو کسانو ملاتړ او له خطر سره د مخ کسانو ایستلو ته ادامه ورکړي. هغې هم ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بشري حقونو ته درناوی او د مصونو سفرونو زمینه برابره کړل شي.

Leave a reply