هندي ر سنۍ: هند دېته لېواله شوی چې بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیزي

هندي ر سنۍ: هند دېته لېواله شوی چې بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیزي
دې هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو، جرمني، جاپان او اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانیستلو پر امکاناتو خبرې پیل کړي، چې له کبله یې هند هم دې ته لېواله شوی چې په افغانستان کې د خپل حضور پر لارو چارو غور وکړي.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشبړ راپور
هندي رسنیو لیکلي، چې د هند حکومت په پام کې لري، چې په افغانستان کې خپل ډیپوماتیک ماموریت بېرته پیل کړي او خپل سفارت پرانیزي.
دې هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو، جرمني، جاپان او اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانیستلو پر امکاناتو خبرې پیل کړي، چې له کبله یې هند هم دې ته لېواله شوی چې په افغانستان کې د خپل حضور پر لارو چارو غور وکړي.
یادې رسنۍ د یو شمېر هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې ډيپلوماتیک حضور او سفارت پرانیستل په دې مانا نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي.
دغه راز لیکل شوي، چې هند غواړي په افغانستان کې د نوي حکومت سره اړیکي ولري، څو وکولای شي له خلکو سره مرستې وکړي.
اړوند موضوعات:
تر متحده عربي اماراتو وروسته جرمني هم کابل کې خپل سفارت پرانیزي
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د متحده عربي اماراتو په ګډون عربستان، جاپان او جرمني هېوادونو ویلي وو، چې غواړي خپل سفارتونه په افغانستان کې بېرته پرانیزي.






