امریکا: طالبان دې خپلې ژمنې عملي کړي 

0
221

امریکا: طالبان دې خپلې ژمنې عملي کړي 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، امریکایي استازي په خوندي ډول د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو چې په تېرو شلو کلونو کې یې امریکا ته کار کړی په وتلو او د مېرمنو ، نجونو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو د شویو ژمنو د عملي کیدو په ارزښت ټینګار کړی دی.

 

(2021 / 12 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوه ورځنیو خبرو پای ته له رسېدو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د نومبر په ۳۰مه نېټه په خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض ادعاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې طالبان باید د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي ټام وېسټ په دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي او له دوی یې غوښتي، چې د عمومي عفوې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي او د ټول‌شموله حکومت لپاره نور اقدامات هم وکړي.

اړوند موضوعات: 

د طالبانو او امریکا ترمینځ په قطر کې مذاکرات پیل کیږي

دغه راز ښاغلي وېسټ په دوحه کې له طالب مشرانو سره د القاعده او داعش په شان ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې په ګډون په ګن شمېر مسایلو خبري اتري کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، امریکایي استازي په خوندي ډول د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو چې په تېرو شلو کلونو کې یې امریکا ته کار کړی په وتلو او د مېرمنو ، نجونو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو د شویو ژمنو د عملي کیدو په ارزښت ټینګار کړی دی.

د دوحې په دوه ورځنیو خبرو کې امریکايي پلاوي ژمنه کړې چې په راروان ژمې کې به د اړینو مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله رسمي ټوېترپاڼه د دوحې مذاکراتو په اړه لیکلي، د طالبانو پلاوي له امریکایي استازو سره په سياسي، اقتصادي، بشري، صحي، تعليمي، امنيتي او مرستې رسونې او همدارنګه بانکي او نغدي پیسو رسولو کې د لازمو تسهيلاتو برابرولو بحثونه کړي دي.

Leave a reply