د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د جرمني لۀ ځانګړي استازي سره لیدلي دي

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د جرمني لۀ ځانګړي استازي سره لیدلي دي
د معلوماتو له مخې المان په دې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستي وضعیت، د بشري حقونو د څارونکو د وروستي راپور او ځینو نورو مسایلو په اړه خپلې اندېښنې له مولوي متقي سره شریکې کړې دي.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
آلمان او افغان لوري پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او المان له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړی.
د معلوماتو له مخې المان په دې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستي وضعیت، د بشري حقونو د څارونکو د وروستي راپور او ځینو نورو مسایلو په اړه خپلې اندېښنې له مولوي متقي سره شریکې کړې دي.
اړوند موضوعات:
تر متحده عربي اماراتو وروسته جرمني هم کابل کې خپل سفارت پرانیزي
همدا راز په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو پر ورکړه هم خبرې شوې دي.
المان ویلي چې دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې تمه لري چې افغان لوری د بشر حقونه په بشپړه توګه خوندي کړي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.






