تر متحده عربي اماراتو وروسته جرمني هم کابل کې خپل سفارت پرانیزي 

0
94

تر متحده عربي اماراتو وروسته جرمني هم کابل کې خپل سفارت پرانیزي 

تر اوسه پورې هیڅ هېواد د افغانستان ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هېوادونو لکه المان، ایټالیا او ترکیې ویلي چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او ډېر شمېر نورو هېوادونو بیا ویلي چې بشردوستانه مرستو ته د زمینې برابرولو لپاره له ا.ا سره په اړیکه کې دي.

 

(2021 / 11 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل چې ډېر ژر به المان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیزي د ولټ ام زونټاګ په نامه المانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې المان هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

راپور کې راغلي چې ډېر ژر به د افغانستان لپاره د المان سفیر ماکوس پوتزیل له طالبانو سره د ډیپلوماټیکې راشې درشي لپاره کابل ته سفر وکړي.

تر اوسه پورې هیڅ هېواد د افغانستان ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هېوادونو لکه المان، ایټالیا او ترکیې ویلي چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او ډېر شمېر نورو هېوادونو بیا ویلي چې بشردوستانه مرستو ته د زمینې برابرولو لپاره له ا.ا سره په اړیکه کې دي.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايی چې ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه هم افغانستان کې خپل سفارتونو پرانیزي 

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د بریټانیا په ګډون یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم ویلي چې له ا.ا سره له اړیکو پرته بله چاره نه شته.

Leave a reply