د ا.ا.ا ویاند وايي چې د ملګرو ملتونو ټولې مشروع غوښتنې منو او هرکلی یې کوو

د ا.ا.ا ویاند وايي چې د ملګرو ملتونو ټولې مشروع غوښتنې منو او هرکلی یې کوو
نوموړي د افغانستان په بیا رغونه او دغه راز د بشري مرستو په برخه کې روسیه، چین او هند مهم بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې یاد هېوادونه باید له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو غوښتنې ته درناوی لري او ټولې مشروع غوښتنې یې د تایید وړ دي.
د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو ټولو هغو غوښتنو ته درناوی لري او د تایید وړ یې دي چې د اسلامي شریعت له قوانینو سره په ټکر کې نه وي.
نوموړي د افغانستان په بیا رغونه او دغه راز د بشري مرستو په برخه کې روسیه، چین او هند مهم بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې یاد هېوادونه باید له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره اړیکو ته دوام ورکړي
مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د چین، روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې جمعې په ورځ په یوه انلاین ناسته کې پر ا.ا غږ وکړ چې له افغان خاورې څخه بهرنیو هېوادونو ته د ګواښونو د مخنیوي، د بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته د بشپړ درناوي په برخه کې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته پوره درناوی وکړي.





