ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره اړیکو ته دوام ورکړي

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره اړیکو ته دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي…
(2021 / 9 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري. ګوترش دغه څرګندونې له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې کړې. د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، دا د ټولو مسؤلیت دی چې له هغو خلکو سره چې ډېر کړېدلي دي، پیوستون وښودل شي، له هغه خلکو سره چې ملیونونه یې د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.






