د کمو وسایلو لرلو باوجود پاکستان د افغان عوام سره ښیګړې کوي: شاه محمود قریشي

0
231

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشي په یو بیان کښې ویلي دي چې پاکستان د کمو وسایلو باوجود افغانستان هیواد او ددې هیواد ځپلي عوام سره مرستې کوي .

د پاکستان وزیر خارجه وایی چې زمونږ د اول نه د یو ولاړ ، خوشحال او یو پرامن افغانستان په حق کښې یو، دا خبره مو په نړیواله او قامي سطح کړې ده.
یاده دې وی چې د وزیرخارجه دا خبرې په داسې وخت کښې مخې ته راغلي چې نن د پاکستان هیواد نه دویمه الوتکه د خوراکي توکو او داروګانو نه ډګه د افغانستان ولایت قندهار ته رسیدلې.

پرون هم د پاکستان هوایی ځواک یوه الوتکه د امدادي سامان نه ډګه کابل ته ورسیده او امدادي سامان ی د امارت اسلامی افغانستان مشرانو ته حواله کړو.

Leave a reply