د یونیسف د خبر پۀ اساس افغانستان کې دا مهال ۴ میلیونه ماشومان لۀ زده کړو بې برخې دي

د یونیسف د خبر پۀ اساس افغانستان کې دا مهال ۴ میلیونه ماشومان لۀ زده کړو بې برخې دي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، په افغانستان کې لاهم تر ۴ میلیونو ډېر ماشومان چې تر نیمايي زیاتې یې نجونې دي، له ښوونځیو بې برخې دي.
(2021 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې څه باندې یو لک او ۴۲زره ماشومانو ته د زده کړې امکان برابر کړی دی.
دغې ادارې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دې موده کې یې د ۵۳۵۰ ولسي ټولګیو ملاتړ کړی چې دغه شمېر ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي.
اړوند موضوعات:
یونېسف: اوس مهال کابو ۱۴ میلیونه افغان ماشومان خوارکي توکي نلري
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، په افغانستان کې لاهم تر ۴ میلیونو ډېر ماشومان چې تر نیمايي زیاتې یې نجونې دي، له ښوونځیو بې برخې دي.
یونېسف وايي، د ماشومانو د تعلیم لپاره باید ډېر نور کارونه هم ترسره شي.






