یونېسف: اوس مهال کابو ۱۴ میلیونه افغان ماشومان خوارکي توکي نلري

یونېسف: اوس مهال کابو ۱۴ میلیونه افغان ماشومان خوارکي توکي نلري
د افغانستان لپاره د دې ادارېه استازې، الیس اکونګا، ویلي چې د ماشومانو په نړیواله ورځ به، د افغانستان لپاره د دې بنسټ د ټولنیزو رسنیو پلټفورم له آبي څخه تور رنګ ته بدلوي.
(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق «یونېسف» وایي، چې سږکال په افغانستان کې د ماشومانو نړیواله ورځ نهلمانځي.
یادې ادارې ویلي، افغان ماشومانو د افغانستان په اوسني کړکېچ کې ترټولو ډېر زیان لیدلی دی.
د یونېسف د شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه ماشومان کافي خواړه نهلري او یو میلیون نور يې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د دې ادارېه استازې، الیس اکونګا، ویلي چې د ماشومانو په نړیواله ورځ به، د افغانستان لپاره د دې بنسټ د ټولنیزو رسنیو پلټفورم له آبي څخه تور رنګ ته بدلوي.
اړوند موضوعات:
یونیسف وايي سږ کال د افغان ماشومانو ورځ نۀ نمانځل کېږي
یادې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنې شریکې کړې وې.
د نومبر ۲۰مه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.






