ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمني دې آزاده کړي

0
156

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمني دې آزاده کړي

منیر اکرم د ملګرو ملتونو سازمان په ناسته کې دغه راز ویلي، چې د افغانستان د مالي شتمنیو کنګل کول د توجیه وړ نه بولي او ژر تر ژره باید دغه شتمني بېرته ازاده شي.

طالبانو هم په یوه لیک کې له امریکا غوښتي، چې دا پیسې د افغانانو حق کېږي او ژر تر ژره باید ازادې کړل شي.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو باید د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده شي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان پیسې باید ورکړل شي، څو دا هېواد د روان ناورین په وړاندې مبارزه وکړای شي.

منیر اکرم د ملګرو ملتونو سازمان په ناسته کې دغه راز ویلي، چې د افغانستان د مالي شتمنیو کنګل کول د توجیه وړ نه بولي او ژر تر ژره باید دغه شتمني بېرته ازاده شي.

اړوند موضوعات: 

ملګرو ملتونو پۀ امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمني خلاصه کړي 

طالبانو هم په یوه لیک کې له امریکا غوښتي، چې دا پیسې د افغانانو حق کېږي او ژر تر ژره باید ازادې کړل شي.

خو بل‌خوا بیا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د شتمنیو ازادېدو په غبرګون کې ویلي، که طالبان د پیسو ازادېدل غواړي نو لومړی باید مشروعیت ترلاسه کړي.

Leave a reply