سرۀ صلیب خبر ورکړی چې یوازې بشري مرستې د افغانستان لپاره بسنه نکوي

سرۀ صلیب خبر ورکړی چې یوازې بشري مرستې د افغانستان لپاره بسنه نکوي
پېټر همدا راز وايي میلیونونه افغانان دې ته اړتیا لري چې په دغه هېواد کې یو با ثباته اقتصادي سیستم رامنځ ته شي، خلک له بېکارۍ وژغورل شي، اقتصاد کې سا وچلېږي او روان ناورین ختم شي.
(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي یوازې بشري مرستې د افغانستان درد نه شي دوا کولی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پېټر مورر له نېشنل عربي نشریې سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان له یوې اوږدې جګړې راوتلی او له جګړو راوتلي هېوادونه د نړیوالو میلیاردونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.
هغه وایي دمګړی نړۍ یوازې پر دې فکر کوي چې افغانستان ته بشردوستانه مرستې ولېږي او دا مرستې هم دومره څه نه دي چې افغانان له مرګ وژغورلی شي.
پېټر همدا راز وايي میلیونونه افغانان دې ته اړتیا لري چې په دغه هېواد کې یو با ثباته اقتصادي سیستم رامنځ ته شي، خلک له بېکارۍ وژغورل شي، اقتصاد کې سا وچلېږي او روان ناورین ختم شي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ویلي د افغانستان وضعیت ته له دومره وړې زاویې کتل نه دي په کار چې یوازې پر بشري مرستو دې تکیه کېږي، بلکې د افغانستان د ژغورلو لپاره باید نړیواله ټولنه پراخو فعالیتونو ته مټې بډ وهي او د میلیونونه وګړو په ژوند کې دې په پراخو اقتصادي مرستو او بشردوستانه فعالیتونو تغیرات راولي.






