برېټانیوي چارواکي: برېټانیا باید لۀ افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي برخو کې رغنده رول ولوبوي
برېټانیوي چارواکي: برېټانیا باید لۀ افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي برخو کې رغنده رول ولوبوي
هغه یو ځل بیا پر نړیواله ټولنه او غربي هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره دې د مرستو پر اغېزناکو میکانیزمونو غور وکړي او هڅه دې وکړي چې دلته اوسنی ترینګلی وضعیت مدیریت کړي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېټانیا باید په افغانستان کې د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو په برخه کې رغنده رول و لوبوي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت د آسیا فاسپیک برخې مرستیال ګارډین ته په یوه لیکلې مقاله کې ویلي چې د افغانانو ژغورل او د بشري ناورین ختمول د غرب اخلاقي مسوولیت دی.
دده په وینا ددې جدي اړتیا ده چې برېټانیا او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې له اوسني وضعیت سره د مبارزې لپاره همکاري ډېره کړي او دا مهمه ده چې بشردوستانه مرستې مدیریت کړي.
سټېفن کېنوک په دې مقاله کې لیکي چې افغانان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي او له دې مسئلې سره د نړیوالو دومره سوړ چلند د زغم وړ نه دی.
اړوند موضوعات:
د برېټانیا لومړی وزیر وايي چې طالبانو سره لۀ تعامل پرته بله لار نشته
هغه یو ځل بیا پر نړیواله ټولنه او غربي هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره دې د مرستو پر اغېزناکو میکانیزمونو غور وکړي او هڅه دې وکړي چې دلته اوسنی ترینګلی وضعیت مدیریت کړي.