د برېټانیا لومړی وزیر وايي چې طالبانو سره لۀ تعامل پرته بله لار نشته

جانسون وایي په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ده او په وینا یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په دغه هېواد کې به ناورین رامنځ ته شي، خو برېټانیا په خپل وار هڅه کوي چې پر وخت بشري مرستې ورسوي او له نوي حکومت سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.
(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېټانیا وایي له طالبانو سره خپل تعامل ته ادامه ورکوي. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ددغه هېواد پارلمان ته په یوه استجوابیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ډېر مسایل ورته د اندېښنې وړ دي.
دده په وینا دوی له دې پرته بله چاره نه لري چې له طالبانو سره تعامل وکړي او بشردوستانه مرستې ورسوي.