مخکښ امریکايي سناتور ویلي چې بایډن لۀ افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو کې تېروتنه کړې ده 

0
91

مخکښ امریکايي سناتور ویلي چې بایډن لۀ افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو کې تېروتنه کړې ده 

ګراهام وایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل ستره تېروتنه وه او په دغه هېواد کې د امریکا متحدینو ته شا اړول دغه هېواد په نړیواله کچه بې باوره کړی دی.

 

( 2021 / 11 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بایډن له افغانستان د سرتېرو په ایستلو ستره تېروتنه کړې ده.

مخکښ امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په خپله یوه تازه مرکه کې پر بایډن سختې نیوکې کړې دي او په وینا یې هغه تل د امریکا بهرنی سیاست زیانمن کړی دی.

ګراهام وایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل ستره تېروتنه وه او په دغه هېواد کې د امریکا متحدینو ته شا اړول دغه هېواد په نړیواله کچه بې باوره کړی دی.

هغه وایي ددې وخت دی چې د بایډن او د هغه د ناسمو سیاستونو پر وړاندې امریکایي وګړي اقدام وکړي.

ګراهام همدا راز وایي چې بایډن د افغانستان په مسئله کې سرتمبګي کوله او د امریکایي جنرالانو خبرداریو او اټکلونو ته یې ارزښت نه ورکاوه، نو له همدې امله په افغانستان کې د هر پېښېدونکي وضعیت مسوولیت پر بایډن دی.

Leave a reply