جاپان لۀ افغانستان سره د ګډ کار ډاډ ورکړی دی

جاپان لۀ افغانستان سره د ګډ کار ډاډ ورکړی دی
جاپان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرسته کړې ده او د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې په وروستیو بشردوستانه مرستو کې هم تر ټولو ستره مرسته د جاپان ده.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو اقتصادي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.
د جاپان سفیر ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او په وینا یې له نوي حکومت سره ګډ کار ته تیار دي.
ملا برادر هم په دې لیدنه کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره ددغه هېواد مرستې مهمې دي.
اړوند موضوعات:
سفیر جاپان: بعد از اطمینان امنیتی، سفارت خود در کابل را باز میکنیم
جاپاني لوري ویلي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو تر څنګ اقتصادي مرستو ته هم تیار دي.
جاپان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرسته کړې ده او د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې په وروستیو بشردوستانه مرستو کې هم تر ټولو ستره مرسته د جاپان ده.






