ایران او افغانستان د رېل پټلۍ پر بشپړولو خبرې کړې دي 

0
109

ایران او افغانستان د رېل پټلۍ پر بشپړولو خبرې کړې دي 

په هرات کې د بهرنیو اړیکو مسوول مولوي شېر احمد رسنیو ته ویلي چې دغه پلاوی به د رېل پټلۍ پر بشپړولو، نوو تمځایونو پر جوړولو او ددغه پټلۍ د درېیم فاز پر ستونزو له افغان لوري سره خبرې کوي.

 

(2021 / 11 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران او افغانستان د رېل پټلۍ پر بشپړولو خبرې کوي. د راپورونو له مخې راتلونکې اونۍ به یو ایرانی پلاوی افغانستان ته راشي او دلته به له افغان لوري سره د ایران-افغانستان رېل پټلۍ پر پاتې چارو خبرې وشي.

د دې تر څنګ به یاد پلاوی پر ګڼو نورو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو هم له افغان لوري سره خبرې وکړي.

په هرات کې د بهرنیو اړیکو مسوول مولوي شېر احمد رسنیو ته ویلي چې دغه پلاوی به د رېل پټلۍ پر بشپړولو، نوو تمځایونو پر جوړولو او ددغه پټلۍ د درېیم فاز پر ستونزو له افغان لوري سره خبرې کوي.

اړوند موضوعات: 

اتاق تجارت ایران: در تجارت آزاد حتی از طالبان هم عقب‌تر هستیم

هغه وایي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي چې دغه ډول سفرونه د یادو هڅو برخه ده.

د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ چارې له کلونو راهیسې روانې دي، چې دا لاره تر هرات جوړه شوې ده، خو لا هم د ځینو ستونزو له امله بشپړه شوې نه ده.

Leave a reply