په پنجاب کې د پلار لور سره جنسي تیرې، پلار ته ی د مرګ سزا اعلان شوه
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب په حافظ اباد ضلعې کې یوې ځايي عدالت یو سړي ته په خپله لور د جنسي تېري په تور د مرګ سزا اورولې ده، په کال ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کې د خپل پلار له لوري په دې تن مقدمه درج شوې وه چې خپلې لور سره ی جنسي تیرې کړي دې.
عدالت ددې په اړه رپورټ ورکړې وو چې طبی رپورټ ښایی چې جنسې تیرۍ شوې دې، دې ماشومې له څو ځلې جنسي تېري وروسته خپل نيکه ته د ناوړه چلند په اړه خبر ورکړى وو.
په رپورټ کې زیاتوي چې د ضلعې او سيشن محکمې قاضي د ليکلي حکم جاري کولو په مهال وويل چې د علي په نوم تورن کس د کوم رعايت مستحق نه دی ځکه چې د میډیکل رپورټ هم ښایی چې جنسي تیرې شوې دې.