پاکستان د ورځې سل افغان ناروغانو ته اجازه ورکوي چې پرته لۀ اسنادو دغۀ هېواد ته داخل شي 

0
195

پاکستان د ورځې سل افغان ناروغانو ته اجازه ورکوي چې پرته لۀ اسنادو دغۀ هېواد ته داخل شي 

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي پاکستان ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته له اتو کلونو کمره عمره ماشومانو او همدا راز شدیدو ناروغانو لپاره د قانوني اسنادو یا وېزو لرلو شرط لرې کوي.

 

(2021 / 11 / 25 نېټه باغي  ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هره ورځ سل افغان ناروغان کولی شي له اسنادو پرته پاکستان ته واوړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي پاکستان ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته له اتو کلونو کمره عمره ماشومانو او همدا راز شدیدو ناروغانو لپاره د قانوني اسنادو یا وېزو لرلو شرط لرې کوي.

سرچینه وایي چې له دې وروسته افغان ماشومان او ناروغان کولی شي د وېزې له اخیستلو پرته پاکستان ته واوړي او خپلې ستونزې حل کړي.

اعلامیه کې راځي چې پاکستان هره ورځ سل کسه ناروغانو ته له تورخم د تېرېدو اجازه ورکوي.

پاکستان له څو کلونو راهیسې د تګ راتګ لپاره د وېزو لرل جبري کړي، په داسې حال کې چې پر دې پوله تر دې مخکې د تګ راتګ لپاره هېڅ ډول قانوني اسنادو ته اړتیا نه وه.

د پاکستان دې چارې زرګونه افغانان او د پولې دواړو خواوو ته پراته ولسونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

Leave a reply