ایراني چارواکي: ښايي اسرائیل پر ایران برید وکړي
ایراني چارواکي: ښايي اسرائیل پر ایران برید وکړي
بلخوا ایراني رسنۍ وايي چې پر ایران د اسرائیلو د برید احتمال ډېر شوی دی، ځکه دغه هېواد په وروستیو کې ان له ایران سره نږدې اوبو کې هم سخت نظامي تمرینات ترسره کړي دي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پر ایران د اسراییلو د نظامي برید احتمال ډېر شوی دی. اسراییلي چارواکي وایي دوی له ایران سره د جګړو غوښتونکي نه دي، خو اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.
د دغۀ هېواد د دفاع وزیر وایي دوی له اټومي وسلو د ایران د راګرځولو لپاره ان پر نظامي اقدام هم لاس پورې کولی شي.
بلخوا ایراني رسنۍ وايي چې پر ایران د اسرائیلو د برید احتمال ډېر شوی دی، ځکه دغه هېواد په وروستیو کې ان له ایران سره نږدې اوبو کې هم سخت نظامي تمرینات ترسره کړي دي.
اړوند موضوعات:
د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې ایران د سمندري بریدونو قصد لري
ایران بیا وایي اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د اسرائیلو د دفاع وزیر خبر ورکړی ؤ چې ایران پر اسرائیلو د برید نیت لري.