ازبکستان او قزاقستان افغان پولې ته څېرمه نظامي تمرینات ترسره کړي دي
ازبکستاني چارواکي وایي چې له دې تمریناتو موخه له افغانستان د احتمالي خطرونو دفع کول وو. په دې تمریناتو کې شاوخوا ۴۰۰ سرتېرو برخه اخیستې وه، چې په هغه کې د توپخانو، الوتکو او ډرون تمرینات هم ترسره شوي دي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان پولې ته څېرمه د ازبکستان او قزاقستان ګډ نظامي تمرینات پای ته رسېدلي دي.
ازبېک رسنۍ وایي چې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د پنځو ورځو لپاره د قزاقي او ازبېک سرتېرو ترمنځ نظامي تمرینات ترسره شول چې تېره ورځ پای ته ورسېدل.
ازبکستاني چارواکي وایي چې له دې تمریناتو موخه له افغانستان د احتمالي خطرونو دفع کول وو. په دې تمریناتو کې شاوخوا ۴۰۰ سرتېرو برخه اخیستې وه، چې په هغه کې د توپخانو، الوتکو او ډرون تمرینات هم ترسره شوي دي.
اړوند موضوعات:
روسیې او تاجکستان افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات پیل کړي دي
په وروستیو کې په افغانستان کې د وضعیت له بدلون سره د هېواد شمالي ګاونډیان په اندېښنه کې دي او دا څووم ځل دی چې له شمالي پولو سره څېرمه د ګاونډیو هېوادونو نظامي تمرینات ترسره کېږي.
تر دې وړاندې روسیې او تاجکستان هم افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات ترسره کړي ؤ چې ډول ډول وسلې او الوتکې يې پکې آزمویلې وې.










Leave a Reply