د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې ایران د سمندري بریدونو قصد لري 

0
246

د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې ایران د سمندري بریدونو قصد لري 

د دغه هېواد سپاه پاسداران یوه مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي چې که تر ۲۰۲۵ کال پورې د ایران پرمختګ همداسې روان وي، نو تر هغه وروسته یې نړۍ مخنیوی نه شي کولی.

 

(2021 / 11 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسراییل وایي ایران د سمندري بریدونو تکل لري، د اسراییلو ددفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي نړۍ باید نوره د ایران پر وړاندې چوپتیا ماته کړي ځکه دغه هېواد د نظامي برخې د پیاوړتیا په لټه کې دی او غواړي د چابهار سیمې په ګډون له ځینو نورو ساحو سمندري بریدونه ترسره کړي.

دده په خبره ایران په چابهار سیمه کې نظامي اډه لري چې هلته یې اړینې تیارۍ پيل کړې دي او غواړي په نړیوالو اوبو کې خطرونه جوړ کړي.

د اسراییلو ددفاع وزیر وایي پر وخت اقدام د نړیوال ثبات لپاره مهم دی. بلخوا ایراني چارواکي وایي دوی په بشپړه توګه له امریکا سره په نظامي برخه کې سیالي کولی شي.

د دغه هېواد سپاه پاسداران یوه مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي چې که تر ۲۰۲۵ کال پورې د ایران پرمختګ همداسې روان وي، نو تر هغه وروسته یې نړۍ مخنیوی نه شي کولی.

Leave a reply