د پیټرول پمپونو مالکانو د پمپونو تړلو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن وايي چې په ټول هېواد کې به پټرول پمپونه د نومبر په ٢٥مه د سهار له ٦ بجو بند وي او په ګلګت بلتستان او آزاد کشمير کې به د پټرول پمپونه هم بند وي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د پیټرول پمپ مالکان وایی چې حکومت ددوی غوښتنې نه مني نو ځکه ی د پمپونه د تړلو فیصله کړې ده.
د پټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن سيکرټري نعمان بټ وئيلي دي تر څو چې د ډيلرانو مارجن شپږ فيصده نه وي راغلي حکومت سره به خبرې نه کوي.
د رپورټ مطابق نعمان بټ دا هم وويل چې حکومت د غوښتنو منلو ډاډ ورکړی و خو تر اوسه ورسره کوم رابطه نه ده شوې، د حکومت له ډاډ وروسته يې د نومبر په پنځمه د احتجاج فیصله واپس اخستې وه. په رپورټ کې زیاتوي چې د پټروليم ډيلرز سيکرټري وويل چې د پټروليم پمپ مالکانو ته وئيلي شوي دي چې نن سهارد شپږ بجو نه دې پمپونه بند وساتي.






