د پرایویټ تن له اړخه سرکاري فنډ ورکول سخت جرم دې: فواد چوهدري

باغي ټي وي رپورټ
وفاقي وزیراعلاعات چوهدري فواد حسین په یو بیان کې ویلي دي چې ٬د نواز شریف پخواني حکومت به دور کې مېډيا سېل د لارې 15 نه تر 18 اربه روپۍ خبريالانو او مختلف مېډيا ګروپس له وركړے شوي ديو هغه زیاته کړه چې د يو پرائيوېټ كس د اړخه سركاري فنډز هينډل كول سخت جرم دے۔
د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د توان وفاقي وزير حماد اظهر هم موجود ؤ ۔د اطلاعات وزير ووئيل مريم نواز چې كله هم خبرې كوي مونږ ښه اميد لرو٬مريم نواز نن د مېډيا سېل چلولو اعتراف كولو سره خپل ټريك رېكارډ برقرار ساتلے ۔ده ووئيل مريم نواز اعتراف كړے چې هغې مېډيا سېل چلولو٬دغه مېډيا سېل ډان ورځپاڼې په 2 نومبر 2015 په ګوته كړے وو.
چوهدري اوویل چې د (ن)ليګ په تېر دور كښې ځينې خبريالانو له سزاګانې وركړې شوي دي، هغه زیاته کړه چې د لس اربه روپۍ يوازې د اسلام آباد آيډورټائزيمنټ دے٬د پنجاب آيډورټائزمينټ هم دومره وې، ده ووئيل په دې معامله مونږ د انكوائري كولو پريكړه كړې ده او په يو څو ورځو كښې به ټول معلومات د اولس وړاندې کیښودل شي.






