سي ان ان: ښايي ځینې افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي

سي ان ان: ښايي ځینې افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي
زرګونه نور نورو هېوادو ته بېول شوي خو هغه ایستل شوي افغان وګړي چې له امنیتي ارزونو تېر شوي نه دي، په ختیځه کوسوو کې یوې امریکايي پوځي اډې ته د نورو پلټنو لپاره استول شوي دي.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سي اېن اېن ټلویزیون د امریکايي چارواکو له قوله په یوه راپور کې ویلي، د هغو افغانانو له منځه ښايي ځینې په امنیتي پلټنو کې د پاتې راتلو له امله د امریکا د حکومت لخوا بېرته افغانستان ته واستول شي، چې اوسمهال په کوسوو کې په یوه امریکايي پوځي اډه کې دېره کړل شوي دي.
سي اېن اېن ټلویزیون د دغه هېواد د یو شمېر چارواکو له خولې ویلي، چې د دغسې کسانو لپاره افغانستان ته بېرته لېږد یو غوراوی دی، خو په وینا یې، پر نورو لارو یې هم غور کېږي.
په تېره اګست میاشت کې د افغان حکومت له پرځېدو وروسته د بېړنیو عملیاتو پر مټ شاوخوا اویا زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.
اړوند موضوعات:
انس حقاني: د بهرنیانو پۀ خبرو مۀ غولېږئ، وطن مۀ پرېږدئ ژر به ثبات رامنځته شي
زرګونه نور نورو هېوادو ته بېول شوي خو هغه ایستل شوي افغان وګړي چې له امنیتي ارزونو تېر شوي نه دي، په ختیځه کوسوو کې یوې امریکايي پوځي اډې ته د نورو پلټنو لپاره استول شوي دي.






