هندي فوځي زما پلار اووژل او هندي فوځي خندل، د یوې کشمیري جینې ویډیو کښې فریاد او ژړا
نصیب شاه شینواري
په سوشل میډیا د هند د کنټرول لاندې په کشمیر کښې هندي فوځیانو یو کشمیرۍ سوداګر شهید کړې دې، ددې سوداګر وړې لور په سوشل میډیا ویډیو خپره شوې دې.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د یوې معصومې دیارلس کلنې جینې انسانیت او زړونه ژړولي، د ميډيا رپورټونو ترمخه مقبوضه كشمير كښې د هند رياستي ترهه ګرۍ دوام لري او قابض پوځ په دوه ورځو كښې د يو ډاكټر او يو سوداګر پشمول 9 كسان شهيدان كړي دي۔ په شهیدانو کې د کشمیر سوداګر الطاف بټ هم شامل دی چې د لور ویډیو یې ټول خلق غمجن کړي او ژړولي دي.
د کشمیري سوداګر لور په چغو چغو ژاړي او وایی چې هندي فوځي ته مې اوویل چې زما بابا دې ولې مړ کړو؟ ماشومه ماشومه جینۍ وایی چې په دې باندې هندي فوځي خندا کوله نو دا ماشومه بیا بیا په ژړا شي.
د یادونې ده چې هند په مقبوضه کشمیر کښې د ۵ اګست کال ۲۰۱۹ نه کرفیو لګولې دې چې کشمیري مسلمان د هند حکومت د ظالم ایکټ او قانون په ضد احتجاج پیل نه کړي، په اګست کال ۲۰۱۹ کښې هند حکومت د صدارتی یو حکم ترلاندې د کشمیر آزاد او ځانګړې خیثیت ختم کړو.
How do we look ourselves in the eye as a civilisation ? Via @basiitzargar #KashmirBleeds pic.twitter.com/8fazYuqO9h
— Rana Ayyub (@RanaAyyub) November 17, 2021