د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پاسپورټ ریاست کې رامنځته شوې ستونزه به ژر حل شي 

0
305

د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پاسپورټ ریاست کې رامنځته شوې ستونزه به ژر حل شي

د یادونې وړ ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پاسپورت ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یو ویډويي ویلي و چې د پاسپورټ ریاست ځینې وسايل له کاره لویدلي او د لنډې مودې لپاره به کار بند وي.

 

(2021 / 11 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاسپورټ په عمومي ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به ژر حل شي.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي وویل، چې د پاسپورټ ریاست تخنیکي ستوزې د حل لپاره کار پیل شوی او ډېر ژر به یاده ستونزه حل شي.

اړوند موضوعات: 

 د پاسپورټ ریاست وايي چې نن مو پنځو لویو ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش پیل کړ 

که څه هم نوموړي دقیق وخت ونه ښود، خو تمه یې وښوده چې ډېر ژر به یاده ستوزه حل شي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پاسپورت ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یو ویډويي ویلي و چې د پاسپورټ ریاست ځینې وسايل له کاره لویدلي او د لنډې مودې لپاره به کار بند وي.

نوموړي ویلي و، هر کله چې د پاسپورټ ریاست اړوند ماشینونه او نور وسایل جوړ شي نو له ځنډ پرته به کار پیل کړي.

Leave a reply