پیښور کې دو افغانانو دوکاندار ته د وژلو ګواښ کړې ، په زور د پیسو ورکول غوښتنه ی هم کړې

0
289

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتوخوا په مرکزي ښار بورډ بازار کښې د یو دوکاندار نه دو افغانانو په زور د روپو غوښتنه کړې دې، افغان د دوکان نه بیا تښتیدلي دي.

په بورډ بازار کې دوه افغانان د خوراکي توکو، وړو دوکاندار څخه په زوره د پيسو په اخيستو او د وژلو د ګواښ ورکولونه پس وتښتیدل. د مشرق نیوز رپورټ مطابق يو افغان اوسېدونکى شېرزى له خپل ورور شېرکا زوى سره پر موټر سايکل راغى او د پینځو لکو روپو بهته ورکول غوښتنه ی وکړه.
د رپورټ مطابق ، دوکاندار وایی چې ماسره ۵ لکه روپۍ نه وې نو له ما څخه يې ۵۵۰۰۰ روپۍ واخيستې او ۵۰۰۰۰۰ نورې يې وغوښتلې، دوکاندار زیاتوي چې د نه ورکولو په صورت کې يې ما ته د مرګ ګواښ هم راکړو.
د رپورټ مطابق پولیسو د دغو دوو افغانانو په ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي.

Leave a reply