د هند پنجاب وزیراعلی کرتارپور ته راځي

باغي ټي وي رپورټ
دا طمع څرګندیږي چې د هند د پنجاب ایالت د وزیرانو او غړو په ګډون د هند مشهور حکومتي شخصیتونه به د جمعې په ورځ د ګورو نانک د 552 زیږون په مراسمو کې د ګډوی لپاره کرتارپور ته راشي .
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د هند د پنجاب ایالت اعلی وزیر چرنجیت سینګ چني او د پنجاب ایالت مرستیال اعلی وزیران سوکجیندر سینګ رندھاوا او اوم پرکاش سوني به کرتارپور ته راشي او د بابا ګورو نانک د ورځې په مناسبت سره به په غونډو کښې شرکت وکړي.
نوجوت سینګ سیدو، د پنجاب کانګریس کمیټې رییس او د کرکټ لوبې نه د سیاست په میدان کښې قدم ایښودونکې سیاستوال به هم د کرتار پور ګوردوارې دوره وکړي. د یادونې ده چې تیر کال هم سیدو د کرتار په دوره راغلې وو
د رپورټ مطابق د هند د پنجاب د کابینې وزیران ارونا چوهدري او هریش چوهدري به هم د بابا ګورونانک د زیږون د کلیزې په مراسمو کې ګډون کوي، په رپورټ کښې زیاتوي چې د پنجاب مقننه اسمبلۍ غړو کې رانا ګنجیت سینګ، وجې اندر سنګلا، راج کمار ویرکا، پرګت سینګ، امریندر سینګ وارینګ، کلجیت سینګ ناګرا، کلبیر سینګ زهرا او هرمندر سینګ ګیل شامل دي.
د یادونې ده چې تیر کال هم د سیکانو مذهبي مشر بابا ګورونانک د زیږون په غونډه کښې د هند د پنجاب صوبې نه راغلیو هندي مشرانو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ورته ستړي مشي ویلي وو.






