پاکستان د هند له لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کښې د ۵ کشمیري مسلمانانو وژنه په سختو ټکو کښې غندلې ده

0
42

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د پنجشنبې په ورځ د نومبر په 17 د هند په ناقانونه توګه د مقبوضه جمو او کشمیر (IIOJK) په کولګام سیمه کې د هندي اشغالګرو ځواکونو لخوا د نورو پنځو کشمیریانو د بې عدالتي یعني د عدلتي حکم بغیر وژنه په کلکه غندلې ده.

د اې پي پي رپورټ مطابق هندي اشغالګرو ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسې لږ تر لږه ۳۰ کشمیریان په جعلي مقابلو کښې د « محاصرې او تلاشۍ عملیاتو» په نامه پیل شوي عملیاتو کې وژلي دي.
د رپورټ مطابق خارجه دفتر وئيلي چې د هندي قابض ځواکونو لخوا د بې ګناه کشميريانو د وژنې لړۍ په بې شرمۍ سره دوام لري، په رپورټ کې زیاتوي چې حتی د بې ګناه ملکي وګړي، مسلکي کسان، ښځې، ماشومان او بوډاګان هم د اشغالګرو هندي ځواکونو له دولتي ترهګرۍ څخه خوندي نه دي او په دوی د هندي فوځ ظلمونه روان دي او دوی بې ګناه او بغیر د څه جرم قتل کیږي.

Leave a reply