پاکستان په افغانستان کښې د موجوده بحران او ستونزو ته د نړۍ پام راګرځولو باندې زور ورکړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان حکومت په افغانستان کښې د راپيښ انساني ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍ هیوادون پام راګرځولو لپاره زور ورکړې دې او ویلي ي دې چې په افغانستان کښې د انساني بحران او په دې هیواد کښې د اقتصادي بحران نه د بچکیدلو لپاره ددې ملک د کنګل شوې اثاثې دې بحال کړې شي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تېره ورځ د افغانستان په صورتحال د سلامتي كونسل غونډه كښې دا خبره په ډاګه کړ او وی ویل چې دا وخت په افغانستان کښې 2 كروړه 80 لكه افغان د سخت خوراکي کمي سره مخ دي، هغه زیاته کړه چې حكومت د معيشت بحالۍ ٬ د تنخاګانو ورکول ٬ د كاروبارونو او بېنكارۍ نظام بحالۍ لپاره نغد رقم ته سخت حاجت لري او ددي کنګل شوو اثاثو په وجه په دې هیواد کښې په دې ټولو میدانونو کې سختې ستونزې او مشکلات رامخې ته شوي دي.
په ملګري ملتونو کې د پاکستان استازي ووئيل پاكستان افغانستان لپاره د 3 كروړه ډالره مرستې سره افغانستان سره هر ډول مرسته كوي۔ هغه ووئيل مونږ د افغانستان څيزونو په درآمد كولو ډيوټي ختمه كړې، هغه زیاته کړه چې مونږ په ټرانزټ ټرېډ كښې هم آسانۍ وركوؤ، افغانستان ته مو ضروري داروګان او د ژوند نور ضروری امدادي سامان لیږلې ده، هغه دا هم اوویل چې په افغانستان کښې پاکستان ددې هیواد روغتونونه بحالولو لپاره هم عملي هلې ځلې کوي.






