افغانستان کښې د خوراک موجوده بحران د پخواني حکومت څخه پاتې دې: عبدالباري عمر

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د نوي عبوري حکومت د روغتیا نایب وزیر عبدالباري عمر په یو بیان کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې چې کومه موجوده بحران دې ، دا د پخواني حکومت نه پاتې شوې دې او ددې بحران ذمه وار د افغانستان پخوانۍ حکومت دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق افغانستان حکومت په پایه تخت کابل کښې د خبریالانو سره په خبرو اترو کښې اوویل او په پخواني حکومت ی تور ولګولو چې په افغانستان کې موجوده د خوراک بحران د پخواني حکومت نه پاتې شوې دې . هغه اوویل چې پخواني افغان حکومت ددې بحران د مخنیوي لپاره هیڅ کوم ګام نه وو اخستې او هم دغه وجه ده چې دې بحران وس بیا سر را اوچت کړې دې.
هغه اوویل چې د نړۍ ټولنه خپل لوظونه نه پوره کوي چې له وجهې ی افغانستان کښې بحران زیاتیدې شي، هغه ملګري ملتونو ته خبردارې ورکړو چې په ژمي کښې د اقتصادي بحران په نتیجه کښې ۲ کروړه او ۲۰ لکه افغانان د خوراک د کمي ستونزۍ سره مخ کید ې شي.





