سره صلیب خبر ورکړی چې ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

سره صلیب خبر ورکړی چې ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
دغې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې تر ۱۸ میلیونو ډېر کسان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري، د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو د افغانانو ژوند ډېر سخت اغېزمن کړی دی.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د بشري بحران او قحطۍ د پراخېدو په اړه یو وار بیا څو نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې په ملیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې تر ۱۸ میلیونو ډېر کسان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري، د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو د افغانانو ژوند ډېر سخت اغېزمن کړی دی.
اړوند موضوعات:
امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان پۀ اړه د بشري مرستو پر همغږۍ ټینګار کړی
د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، د افغانستان د روان بحران د حل یوه لار دا ده چې په کلیوالو سیمو کې د معیشت بنسټونه وژغورل شي.
دې ادارې تر دې مخکې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ په اړه هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان د کرنې ډېره برخه یې اغېزمنه کړې ده.





