امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان پۀ اړه د بشري مرستو پر همغږۍ ټینګار کړی

د راپورونو له مخې د امریکا د پراختیايي ادارې ځينو چارواکو د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي.
د یادې ادارې چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو ټینګار کوي او ددې غوښتونکي دي چې د مرستندویه بنسټونو ترمنځ همغږي ډېره شي.
(2021 / 11 / 3 باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر همغږۍ ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې د امریکا د پراختیايي ادارې ځينو چارواکو د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي.
د یادې ادارې چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو ټینګار کوي او ددې غوښتونکي دي چې د مرستندویه بنسټونو ترمنځ همغږي ډېره شي.
امریکايي لوري دغه راز ټینګار کړی چې له ملګرو ملتونو سره به د خوړو او نورو لومړنیو توکو په برخه کې خپلې مرستې همغږې کوي.
ملګرو ملتونو هم ویلي چې افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې د نړۍ شتمن هېوادونه پر وخت دغه مرستې اړمنو افغانانو ته ورسوي.