روسیه وايي چې ۳۸۰ کسان لۀ افغانستان څخه وباسو 

0
181

روسیه وايي چې ۳۸۰ کسان لۀ افغانستان څخه وباسو 

د روسیې د دفاع وزارت وايي‌ چې د اګست په میاشت کې د تخلیې په پروګرام کې یې له افغانستان څخه د روسیې، بلاروس، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبکستان شاوخوا ۵۰۰ وکړي روسیې ته انتقال کړي‌ دي.

 

(2021 / 11 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې دوی به ۳۸۰ کسان له افغانستان څخه وباسي.

د روسیې دولتي خبري اژانس د لوړ پوړو چارواکو له قوله ویلي، چې دا کسان د روسیې، بلاروس، قرغیزستان، ارمنستان، اوکراین او افغانستان وګړي دي.

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د ولسمشر پوتین د فرمان په اساس او په افغانستان کې روان خراب وضعیت ته په کتو دا کسان اېستل کیږي.

روسیې چارواکي وايي‌ چې دا ۳۸۰ کسان په هغو دریو نظامي الوتکو کې مسکو ته انتقالیږي چې افغانستان ته یې د روسیې۳۶ ټنه بشري مرسته ورسوله.

اړوند موضوعات: 

بریټانیا وايي چې له افغانستان څخه باید نور د ترهګرۍ ګواښونه ختم شي

چارواکي وايي په دغو دریو الوتکو کې مجهزې طبي ډلې شته چې له افغانستان څخه اېستل کېدونکي کسان معاینه کړي او د ضرورت په وخت کې ورسره طبي مرستې وکړي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي‌ چې د اګست په میاشت کې د تخلیې په پروګرام کې یې له افغانستان څخه د روسیې، بلاروس، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبکستان شاوخوا ۵۰۰ وکړي روسیې ته انتقال کړي‌ دي.

Leave a reply