ټولنه کښې د محراب او ښوونکو ډیر اهمیت دې: حافظ محمد طاهر

باغي ټي وي رپورټ
د وزیر اعظم عمران خان د مذهبي امورو مشاور حافظ محمد طاهر محمود اشرفی په یو بیان کښې ویلي دي چې په ټولنه کښې د مذهبي همغږې او د رورولې په شان مهمو رشتو پیدا کولو او دې ته به وده ورکول وي چې زمونږ ټولنه کښې خوشحالۍ او مذهبي رورولي راشي او پاکستانۍ اولس یو خوشحال او کامیاب ژوند ولري.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق ،حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په اسلامك پوهنتون كښې د پیغام پاكستان تربيتي پروګرام ښوونكو ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ ټولې اسلامي نړۍ ته زيان رسولے دې ، هغه زیاته کړه چې ښوونكي او محراب او منبر باید چې د تعليم سره سره د ښه اخلاقي تربیت کولو ته هم پام لرنه وكړي.
اشرفي اوویل چې په هېواد كښې د قرآن او سنت له مخې د خلافت راشده نظام هغه وخت نافذ كېدے شي كله چې مونږ په خپلو كورونو كښې نظام مصطفٰی (ص)نافذ كړو.






