امریکايي سناتوران وايي چې پۀ هېڅ وجه دې طالبان پۀ رسمیت نۀ پېژندل کېږي
سناتور لینډسي ګراهام او مایکل والټز چې د امریکا د استازو جرګې غړي دي، په لیک کې ټینګار کړی په هر قیمت چې وي طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي او د ملګرو ملتونو څوکۍ دې د دوی غړو ته نه ورکول کېږي.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د کانګرس دوو جمهوري غوښتونکو غړو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته یو لیک استولی چې د دغه سازمان له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو سره یې سخته اندېښنه ښودلې او دا یې د هغو ارزښتونو خلاف بللې چې ملګري ملتونه یې د ودې په لټه کې دي.
سناتور لینډسي ګراهام او مایکل والټز چې د امریکا د استازو جرګې غړي دي، په لیک کې ټینګار کړی په هر قیمت چې وي طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي او د ملګرو ملتونو څوکۍ دې د دوی غړو ته نه ورکول کېږي.
اړوند موضوعات:
عضو مجلس نمایندهگان امریکا: طالبان تروریست اند، به رسمیت شناختن شان هوشیارانه نیست
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې میاشتې تیریږي خو ا.ا تر اوسه لا کوم هېواد په رسمیت نه پيژني. ګراهام او مایکل والټز ویلي چې د افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته له افغانستان سره د مرستې اړتیا زیاته شوې ده.
د دوی په وینا اوسنی وضعیت د نه منلو وړ دی او ټینګار يې کړی چې د ملګرو ملتونو لخوا شوې مرستې باید په اړمنو کسانو وویشل شي.










Leave a Reply