ترکیې یو ځل بیا د ارمنستان او اذربایجان تر منځ جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کړی دی

ترکیې یو ځل بیا د ارمنستان او اذربایجان تر منځ جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کړی دی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې انقره به له باکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه د اذربایجان پر خاوره د ارمنستان وروستی برید پارونکی بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته ارمنستان له خپلو کړنو لاس پر سر نه شي نو تاوان به وکړي.
(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قرهباغ کې تر وروستۍ خونړۍ جګړې وروسته ترکیې یو ځل بیا د اذربایجان پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کړی دی او دغه راز ویلي یې دي چې بایلونکی هغه لوری دی چې لومړی ګوزار یې کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې انقره به له باکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه د اذربایجان پر خاوره د ارمنستان وروستی برید پارونکی بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته ارمنستان له خپلو کړنو لاس پر سر نه شي نو تاوان به وکړي.
اړوند موضوعات:
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ پۀ نښته کې ۱۵ ارمني ځواکونه وژل شوي دي
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په یاده سیمه کې پر سوله او ثبات ټینګار کړی دی او څرګنده کړې یې ده چې دوی به په همدې موخه خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي.






