ایران یو ځل بیا لۀ افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی

ایران یو ځل بیا لۀ افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی
ایراني رسنیو د نوموړي له قوله ویلي چې افغانستان ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و او د دغه هېواد د چارواکو په ګډون یې له ګڼ شمېر سیاستوالو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ګټور بحثونه کړي دي.
(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلو برخو لکه اقتصادي، پانګونې، بشردوستانه مرستو، تعلیم او د کډوالو ستونزو ته د رسېدګي برخو کې همکاریو ته ژمن دی.
ایراني رسنیو د نوموړي له قوله ویلي چې افغانستان ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و او د دغه هېواد د چارواکو په ګډون یې له ګڼ شمېر سیاستوالو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ګټور بحثونه کړي دي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راغلی دی
نوموړي په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی او دغه راز یې په دغه هېواد کې د پاتې ستونزو او خنډونو حل د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل یاد کړي دي.
هغه ویلي چې دی د ا.ا له چارواکو سره په دې تړاو هم غږېدلی او هغوی ورته بشپړ ډاډ ورکړی دی.






