د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ پۀ نښته کې ۱۵ ارمني ځواکونه وژل شوي دي
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ پۀ نښته کې ۱۵ ارمني ځواکونه وژل شوي دي
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم د اذربایجان اړوند نګورنو قرهباغ سیمه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خونړۍ جګړه ونښته چې د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب یې اوربند وکړ، له شوي اوربند وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو لوریو ترمنځ یو ځل بیا د جګړې راپورونه ورکول کېږي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ارمنستان دفاع وزارت ویلي چې له اذربایجان سره په وروستۍ نښته کې یې ۱۵ عسکر وژل شوي دي.
سکای نیوز د یاد هېواد د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی دی چې اذربایجاني سرتېرو په نګورنو قرهباغ سیمه کې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب ټینګ شوی اوربند مات کړی دی او په پایله کې یې د دوی ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال کې د اذربایجان پوځي چارواکو بیا ارمني سرتېري پړه بللي دي او زیاته کړې یې ده چې لومړی هغوی د اذربایجان لوري ته د غټو وسلو ډزې کړې دي او دوی مجبور شوي دي چې له ځانه دفاع وکړي.
اذربایجان هم ویلي چې په وروستۍ نښته کې یې شپږ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.