په ملاګورۍ سب تحصیل کښې مزدورانو احتجاجي مظاهر کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
ملاګوري :د ضلع خیبر په سب تحصیل ملاګوري کښې د سنګ مرمر کارخانو مزدارانو د خپلو غوښتنه لپاره احتجاجي مظاهر کړې ده، د مزدورانو غوښتنه وه چې د ګرانۍ په تناسب دې ددوی په تنخوا کښې اضافه وکړې شي.
د سنګ مرمر د کارخانو د مزدورانو مشرانو حاجي داوود، پهلوان خان، حاجي فیاض او نورو په مشرۍ د خپلو غوښتنو په ملاتړکښې احتجاجي مظاهره وکړه.
مزدورانو اوویل چی د سنګ مرمرو په کارخانو کښي دوی ته د پینځه دیرش روپو فی فټ مزدوری ورکول کیږی کومه چی ډیره کمه ده او پکار ده چی د دوی مزدوری هم زیات کړی شی.
مزدورانو زیاته کړه چې بیا بیا ی د معاشونو د زياتوالي غوښتنه کړې، خو د سنګ مرمر کارخانو مالکان دوی له معاشونه نه زیاتوي چې دا دوی سره ډیز ظلم او زیاتې دې.
د یادونې ده چې مزدورانود خپلو غوښتنو نه پوره کولو په ضد تور بيرغونه نيولي او وی ویل چې ترڅو چې ددوی معاشونه زیات نه شي نو دوی به احتجاجی لاریو جاري وساتي.