د پخواني شوروي واکمن پۀ نړۍوالو غږ کړی چې د وسلو سیالۍ دې نورې ودروي

د پخواني شوروي واکمن پۀ نړۍوالو غږ کړی چې د وسلو سیالۍ دې نورې ودروي
ګورپاچوف چې پخوانی روسي سیاستوالی دی په دې باور دی چې دمګړی د نړۍ ځواکمن هېوادونه په تمامه مانا له یو بل سره په منفي رقابت کې دي او ددې احتمال شته چې نړیواله سوله او امنیت نور هم د دې ناسمو رقابتونو قرباني شي.
(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال دې د وسلو سیالۍ ودروي، د پخواني شوروي اتحاد واکمن میخایل ګورپاچوف په تازه څرګندونو کې ویلي، دا خبره ناسمه ده چې اټومي وسلې د نړیوالې سولې د ساتنې لپاره ګټورې دي.
د ده په خبره د وسلو په جوړولو کې سیالي او په دې برخه کې میلیاردونه ډالر پانګونه د هېچا په ګټه نه ده او نه هم د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو ادعا ثابتولی شي.
هغه د نړۍ پر ځواکمنو هېوادونو غږ کړی چې وسله له سیاست لرې کړي او په رښتینې توګه په نړۍ کې سالمو سیالیو او اقتصادي پرمختګونو لپاره کار وکړي.
اړوند موضوعات:
تر امریکا وروسته روسیې هم تر غږ چټک توغندی آزمویلی دی