پخواني افغان اولس مشر د اسلامي امارت مشر ته څه ځواب ورکړې؟
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنګر وزیر مولوي محمد خالد حنفي په یو بیان کښې ویلي ووی چې د پخواني افغان حکومت کښې هغه چارواکو سره به حساب کتاب شي چې په تیرو لیسزو کې د لوی پانګې خاوندان شوي دي.
د بي بي سي په پانړه چاپ د یو رپورټ مطابق د افغانستان پخواني اولس مشر د اسلامی امارت ددې مشر ددې بیان په ځواب کښې ویلي دي چې چې نن سبا په افغانستان کښې یو باثباته ملي نظام او ددی هیواد د عزب لپاره د ملي وحدت او اتفاق ته ضرورت دې.
د بي بۍ سي رپورټ زیاتوي چې د اسلامی امارت مشر پخوانۍ اولس مشر حامد کرزۍ، پخوانۍ اجرایه مشر عبدالله عبدالل او د مشرانو جرګې پخوانۍ مشر فضل هادي مسلم یار مجرمین بللي وو.
د رپورټ مطابق پخواني ولسمشر حامد کرزي د چارشنبه په ورځ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د وزیر دا څرګندونې “د غبرګون وړ نه بولي”.
خو (بي بي سي رپورټ مطابق) ښاغلي کرزي د طالبانو وزیر ته د “توصیې” په توګه ویلي، “ملي وحدت او اتحاد او اتفاق د ګران هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده”.
د یادونې ده په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ د افغانستان اسلامی امارت د پایه تخت کابل کنټرول هم ترلاسه کړو او په دې ورځو کښې د طالب مشرانو له لوري داسې اعلان شوې وو چې دوی عام خلقو ته دعام معافۍ اعلان کوي.