ایران لۀ روسیې سره یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي

ایران لۀ روسیې سره یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې په ډېری سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو کې د ایران او روسیې دریځ یو شان دی او دوی د یوې اوږدمهاله هوکړې د رامنځ ته کولو لپاره تیار دي.
(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي له روسیې سره د یوې اوږدمهاله هوکړې د رامنځ ته کېدو لپاره تیار دی.
د روسیې او ایران ولسمشرانو په یوه تلیفوني مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې په ډېری سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو کې د ایران او روسیې دریځ یو شان دی او دوی د یوې اوږدمهاله هوکړې د رامنځ ته کولو لپاره تیار دي.
ایراني لوري ویلي چې روسیه او ایران د نړیوال سیاست د څو قطبي والي او نورو مواردو په اړه ګډ دریځ لري.
په دې تلیفوني مکالمه کې ټینګار شوی دی چې دواړه هېوادونه به د یوې دایمي او مهمې هوکړې د رامنځ ته کولو لپاره لاس په کار کېږي.






