چین وایي نړیوال مالي بنسټونه دې له افغانستان سره بېرته همکاري پيل کړي

0
124

چین وایي نړیوال مالي بنسټونه دې له افغانستان سره بېرته همکاري پيل کړي

ژانګ جون همدا راز ویلي چې نړیوال دې له افغانستان سره خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکړي او باید پوره هڅه وشي چې په دغه هېواد کې دایمي ثبات او پرمختګ ته لار هواره شي.

 

(2021 / 11 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک دې له افغانستان سره خپله همکاري پيل کړي.

دده په خبره افغانستان په دې مهم وخت کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالو له مرستو پرته افغانان له لا سخت وضعیت سره مخ کېدلی شي.

ژانګ جون همدا راز ویلي چې نړیوال دې له افغانستان سره خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکړي او باید پوره هڅه وشي چې په دغه هېواد کې دایمي ثبات او پرمختګ ته لار هواره شي.

اړوند موضوعات: 

 چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د دایمي ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوو

چینایي استازي ویلي دا د نړۍ مسوولیت دی چې له افغانستان تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره مرستې وکړي او هلته د هر ډول بشري ناورین مخنیوی وکړي.

Leave a reply