چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د دایمي ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوو

0
76

چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د دایمي ثبات لپاره هڅو ته دوام ورکوو

ضمیر کابلوف او وانګ یې ویلي له نړیوالې ټولنې یو ځل بیا غواړي چې د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي او په دې توګه دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي. همدا راز په خپره شوې اعلامیه کې د بشري مرستو پر رسولو هم ټينګار شوی دی.

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د ایټالیا په پلازمینه روم کې سره لیدلي دي او د نورو اړوندو مسایلو تر څنګ یې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د مسکو د وروستۍ غونډې پر پایلو خبرې شوې دي او هغه اغېزناکه بلل شوې ده. همدا راز ټینګار کړی چې دغه غونډې به دوام کوي او په افغانستان کې به د پرمختګ او ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو هڅې روانې وي.

اړوند موضوعات: 

وزیر خارجه چین: از سومین نشست همسایگان افغانستان میزبانی می‌کنیم

Leave a reply