ازبکستان ژمنه کړې چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې کړې مرستې رسوي

ازبکستان ژمنه کړې چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې کړې مرستې رسوي
د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې په افغانستان کې باید د لوږې پر وړاندې مبارزه وشي چې له همدې امله دوی د بشردوستانه مرستو تکل لري او هڅه کوي دغه مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ورسوي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ازبکستان افغانستان ته د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو د رسولو ژمنه کړې ده.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیوف سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.
ازبکستان ویلي چې دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې همکاري کوي او دې چارې ته بشپړه زمینه برابروي.
اړوند موضوعات:
ازبکستان کې؛ د کابل-ترمذ-پیښور رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې روانې دي
د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې په افغانستان کې باید د لوږې پر وړاندې مبارزه وشي چې له همدې امله دوی د بشردوستانه مرستو تکل لري او هڅه کوي دغه مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ورسوي.
له همدې امله ازبېک او اروپايي لوري په دې برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.






