د امر باالمعروف وزیر ویلي چې دوی لۀ پخوانیو سیاسي مشرانو سره د دوی د شتمنیو پۀ اړه حساب کوي

د امر باالمعروف وزیر ویلي چې دوی لۀ پخوانیو سیاسي مشرانو سره د دوی د شتمنیو پۀ اړه حساب کوي
ښاغلي حنفي ویلي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله او مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په څېر مجرمین سیاستوالو ته بښنه کړې چې له کبله یې لا هم له هېوادنه نهدي وتلي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي محمد خالد حنفي وایي، چې د افغانستان هغو پخوانیو سیاسي مشرانو د شتمنیو سره به حسابي کېږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په دومره اندازه شتمنۍ پیدا کړي.
نوموړي دغه راز ویلي، ګڼ شمېر سیاسي مشران د خپلو همدې شتمنیو له وېرې څخه بهر ته تښتېدلې دي.
ښاغلي حنفي ویلي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله او مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په څېر مجرمین سیاستوالو ته بښنه کړې چې له کبله یې لا هم له هېوادنه نهدي وتلي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د پخوانیو چارواکو د شتمنیو د حساب په اړه خبرې کوي. یادو چارواکو تر اوسه د یادو څرګندونو په اړه لا څه نهدي ویلي.