د خرابې هوا لۀ امله هر کال ۳ سوه زره کسان خپل ژوند لۀ لاسه ورکوي
د خرابې هوا لۀ امله هر کال ۳ سوه زره کسان خپل ژوند لۀ لاسه ورکوي
هوا ککړتیا یو له هغو عواملو ده چې په نړۍ کې یې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی او د چاپېریال ساتنې اړوند بنسټونه وایي چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه باید ددغه خطر پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپلو وګړو ژوند دې وژغوري.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ککړه هوا هر کال د درې سوه زره کسانو ژوند اخلي. د اروپايي ټولنې د چاپېریال ساتنې ادارې په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې په نړیواله کچه د ککړې هوا له امله د مړینې په کچه کې د تېرو کلونو په پرتله کموالی راغلی دی، خو بیا هم هر کال درې سوه زره کسان ددې پديدې له امله خپل ژوند بایلي.
د اروپايي ټولنې دغه ادارې ویلي که نړیوال د روغتیا نړیوالې ادارې سپارښتنو او لارښوونو ته پاملرنه و کړي نو د مړینې کچه نوره هم کمېدلی شي.
اړوند موضوعات:
ماحولیاتي تبدیلي یعني اقلیم بدلون نړۍ د خطرو سره مخ کړې
د هوا ککړتیا یو له هغو عواملو ده چې په نړۍ کې یې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی او د چاپېریال ساتنې اړوند بنسټونه وایي چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه باید ددغه خطر پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپلو وګړو ژوند دې وژغوري.