د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ایران لۀ خاص استازي سره کتلي دي

0
86

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ایران لۀ خاص استازي سره کتلي دي

  متقي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لا پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي.

 

(2021 / 11 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي کاظمي قمي سره کتلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ګډون درلود دواړو لوریو پر ګڼو دوه اړخيزو مسائلو خبرې اترې کړې دي.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راغلی دی 

د سرچینې په خبره، په دغه لیدنه کې دغه راز دواړو خواوو د اقتصادي، تجاري او پرمختيايي پروژو په اړه ورته ليد لوري لرل او د ناستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

متقي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لا پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي.

Leave a reply